د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کورنيو چارو وزارت د ارشد امنيتي معينيت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۰:۸
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» د کورنيو چارو وزارت دامنيتي ارشد معينیت، د کابل ولایت امنيه قوماندانۍ او د جنايي تحقیقاتو عمومي ریاست له مسؤولینو سره د جلا ناستو په ترڅ کې له هغوی سره د همکاریو او همغږیو د پياوړتیا په اړه خبرې وکړې.
دا ناستې په تېرې یوې اوونۍ کې ترسره شوې او د حقوقي مرستو رئیس او ورسره مل پلاوي په‌کې یادو مسؤولینو ته د حقوقي مرستو د ریاست، په جزايي او کورنیو قضیو کې بیوزلو ماشومانو، ښځو، زیانمنو، تورنو او شکمنو ته د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کولو، د وړیا حقوقي مشورو ورکولو، په امنیتي حوزو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامو جوړولو او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
همداراز نوموړي وویل چې د حقوقي مرستو رياست د اسلامي شريعت په رڼا کې په جزایي او کورنيو  قضيو کې بیوزلو ماشومانو، ښځو، زیانمنو، تورنو او شکمنو ته وړيا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي او په کابل او نورو ولایتونو کې د عامه حقوقي پوهاوي برنامو په جوړولو سره  هېوادوالو ته پوهاوی ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت د ارشد امنیتي معينیت او د نورو څانګو مسؤولینو په یادو برخو کې د عدلیې وزارت فعالیتونه وستایل او ډاډ یې ورکړ چې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو له ریاست سره به د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامو پلي کولو او نورو حقوقي خدماتو په برخو کې لازمې همکارۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۵۲
Background image

په پروان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پروان ولایت عدلیې رياست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له ۱۶ تنو غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۱۳:۴۴
Background image

په لغمان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په لغمان ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۹مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د معاملاتو لارښوونې یو شمېر دفترونه او. . .

BACK TO NEWS