د عدلیې وزارت د عامه حقوقي پوهاوي کارکوونکو لپاره زده کړه‌ ییزه برنامه جوړېدل

barekzai_admin
Wed, Jul 30 2025 9:36 AM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، د محرم الحرام د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د یاد رياست د عامه پوهاوي مسلکي غړو لپاره «د اسلامي نظام موخې، ځانګړتياوې او اهميت» تر سرليک لاندې درې ورځنۍ زده کړه‌ ییزه برنامه جوړه کړه.
د برنامې په پيل کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئیس، مولوي جان محمد «محمد طلحه» ګډونوالو لپاره د برنامې موخې تشريح کړې او څرګنده یې کړه، چې دا زده‌کړه ییزه برنامه د اسلامي نظام د ارزښت، موخو او ځانګړتياوو په اړه د پوهاوي لوړولو په موخه جوړه شوې ده.
په دې برنامه کې د حقوقي مرستو رياست د عامه پوهاوي ۱۰ تنو مسلکي غړو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د اسلامي نظام د ارزښت، اهمیت، موخو او ځانګړتیاوو ترڅنګ د یو شمېر نور اړوندو موضوعاتو په اړه هم معلومات ورکړل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS