د غزني ولایت د عدليې ریاست او مستوفيت او د معاملاتو لارښوونې دفترونو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

د غزني ولایت د عدلیې رياست، مستوفیت او په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو د یو شمېر مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرمالحرام د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د مستوفیت ادارې په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې په برخه کې د موجودو ستونزو، پر وخت چارو ته د رسېدنې او په یاده برخه کې د لا زياتو همکاريو او همغږیو په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونو دفترونو مسؤولينو په دغه ولایت د یادو دفترونو ستونزې او خپل یو شمېر وړاندیزونه شريک کړل چې د حل په برخه کې ورته ډاډ ورکړل شو.