د غزني ولایت د عدليې ریاست او مستوفيت او د معاملاتو لارښوونې دفترونو د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۵ - ۱۴:۵۵
.

 د غزني ولایت د عدلیې رياست، مستوفیت او په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو د یو شمېر مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۲۶ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د مستوفیت ادارې په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې په برخه کې د موجودو ستونزو، پر وخت چارو ته د رسېدنې او په یاده برخه کې د لا زياتو همکاريو او همغږیو په اړه خبرې وشوې.
په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونو دفترونو مسؤولينو په دغه ولایت د یادو دفترونو ستونزې او خپل یو شمېر وړاندیزونه شريک کړل چې د حل په برخه کې ورته ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۳
Background image

د عدلیې وزیر د احتکار پر مخنیوي او د کورونو د کرايې د لوړېدو پر مخنیوي ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د روژې د میاشتې په ۱۶مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سوداګرو او د معاملاتو لارښوونو د اتحادیو له مسؤولینو سره په یوې ناسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS