له راستنېدنکو کډوالو سره د د معاملاتو لارښوونې د دفترونو پر جدي همکارۍ د ننګرهار د عدلیې رئیس ټینګار

barekzai_admin
Mon, Apr 14 2025 11:51 AM
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست او په یاد ولایت کې د خيريه بنسټونو او د معاملاتو لارښوونې اتحاديو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس، مولوي محمد رئيس محمدي د معاملاتو لارښوونې اتحادیې استازو ته په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې له نویو راستنېدونکو کډوالو سره د استوګنځیو د موندلو او د کورونو د کرایې په برخه کې لازمه همکاري وکړي او د جایدادونو مالکین دې وهڅوي ترڅو له دغو کورنیو سره مرستې وکړي.
نوموړي همداراز وويل چې خيریه بنسټونه دې خپل ټولو فعاليتونه د قانون او اصولو په رڼا کې ترسره کړي، له اړمنو او مستحقو خلکو سره مرسته وکړي او د مرستو پر مهال دې اسلامي او افغاني ارزښتونه مراعت کړي.
په ورته مهال، په ياده ناسته کې د خیریه بنسټونو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیو استازو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS