له راستنېدنکو کډوالو سره د د معاملاتو لارښوونې د دفترونو پر جدي همکارۍ د ننګرهار د عدلیې رئیس ټینګار

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست او په یاد ولایت کې د خيريه بنسټونو او د معاملاتو لارښوونې اتحاديو ترمنځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس، مولوي محمد رئيس محمدي د معاملاتو لارښوونې اتحادیې استازو ته په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې له نویو راستنېدونکو کډوالو سره د استوګنځیو د موندلو او د کورونو د کرایې په برخه کې لازمه همکاري وکړي او د جایدادونو مالکین دې وهڅوي ترڅو له دغو کورنیو سره مرستې وکړي.
نوموړي همداراز وويل چې خيریه بنسټونه دې خپل ټولو فعاليتونه د قانون او اصولو په رڼا کې ترسره کړي، له اړمنو او مستحقو خلکو سره مرسته وکړي او د مرستو پر مهال دې اسلامي او افغاني ارزښتونه مراعت کړي.
په ورته مهال، په ياده ناسته کې د خیریه بنسټونو او د معاملاتو لارښوونې د اتحادیو استازو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل او د عدلیې ریاست مسؤولینو د هغو د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.