د لغمان ولایت د عدلیې رئيس د عليشنګ ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
Thu, Mar 27 2025 11:25 AM
.

د لغمان ولايت د عدلیې رئيس مولوي عبدالستار حماس او له هغه سره مل پلاوي، د روژې د مياشتې په ۲۵ مه نېټه، د یاد ولایت عليشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل او نورو سیمه ییزو مسؤولينو سره وکتل.
د دې کتنې په ترڅ کې د لغمان ولایت د عدلیې رئيس د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د دواړو ادارو ترمنځ یي په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.
نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو، د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادۍ ولسوالۍ له ولسوال او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې چې هغوی د دغو ستونزو د لرې کولو  ډاډ ورکړ.
همدارنګه په دې سفر کې د عدلیې رئيس د عليشنګ ولسوالۍ د امارت د قضاياو له عمومي مديریت څخه هم ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدې.
د عدلیې رئیس د یادې ولسوالۍ د امارت د قضاياو عمومي مديريت ستونزو ته د رسيدګي په برخه کې ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې عدلیې رياست تل له دوی سره همکاري کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS