په بلخ ولایت کې د کابو ۳ زره جریبه امارتي ځمکې تثبيت او تشخیص

barekzai_admin
Mon, Feb 24 2025 11:14 AM
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته، د شعبان د میاشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د یاد ولایت  د مرکز اړوند په دشت شاديان دښته کې د څه باندې دوه زره شپږ سوه اووه پنځوس (۲۶۵۷) جریبه ځمکې، د نهر شاهي ولسوالۍ په قلعه حجري ساحه کې د څه باندې درې سوه درې (۳۰۳) جریبه ځمکې او په کلدار ولسوالۍ کې د څه باندې دولس جریبه ځمکو دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ځمکې امارتي تثبیت او تشخيص شوې.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادو ځمکو دوسیې دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS