د تېرې یوې میاشت په اوږدو کې په ۶ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰ زره ۳۷۶ جریبه امارتي ځمکې استرداد
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د جمادي الأولی د میاشتې په اوږدو کې په کندهار، کندز، جوزجان، غور، خوست او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې شلزره درېسوه شپږ اویا (۲۰۳۷۶) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.
د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په کندهار ولایت کې موقعیت لري چې نههزره شپږسوه لس (۹۶۱۰) جریبه ځمکه پهکې شامله ده.
دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې درېسوه شپاړسزره اتهسوه ديارلس (۳۱۶۸۱۳) جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې درېسوه پنځهاویا زره اوهسوه دوهڅلوېښت (۳۷۵۷۴۲) جریبه نوره ځمکه هم په ۳۱ ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.
