د تېرې یوې میاشت په اوږدو کې په ۶ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰ زره ۳۷۶ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۱:۵۵
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د جمادي الأولی د میاشتې په اوږدو کې په کندهار، کندز، جوزجان، غور، خوست او پنجشیر ولایتونو کې څه باندې شل‌زره درې‌سوه شپږ اویا (۲۰۳۷۶) جریبه امارتي ځمکه له بررسۍ او تثبیت څخه وروسته، استرداد کړې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې.

د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې تر ټولو زیاته استرداد شوې ځمکه په کندهار ولایت کې موقعیت لري چې نهه‌زره شپږسوه لس (۹۶۱۰) جریبه ځمکه په‌کې شامله ده.

دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د یادې میاشتې په اوږدو کې څه باندې درې‌سوه  شپاړس‌زره اته‌سوه ديارلس (۳۱۶۸۱۳) جریبه امارتي ځمکه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې تثبیت کړې او څه باندې درې‌سوه پنځه‌اویا زره اوه‌سوه دوه‌څلوېښت (۳۷۵۷۴۲) جریبه نوره ځمکه هم په ۳۱  ولایتونو کې تر بررسۍ لاندې نیولې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د معاملاتو لارښوونې د اصولو او طرزالعمل مطابق د دغه ولايت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر خيريه بنسټونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې میاشتې په ۱۲مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې د خیریه بنسټونو له ۲ دفترونو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

BACK TO NEWS