د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس د چپرهار ولسوالۍ له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
Sat, Nov 30 2024 11:25 AM
.

د ننګرهار ولايت عدلیې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي، د یاد ولایت چپرهار ولسوالۍ ته سفر وکړ او له ولسوال او نورو سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

په دې کتنه کې د ننګرهار عدلیې رئيس د یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې یې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو، د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې له  ولسوال او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې چې هغوی د دغو ستونزو د حل کولو  ډاډ ورکړ.

د ننګرهار ولایت، عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت له نورو مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS