په بلخ کې د څه باندې ۳۲۰۰ جریبه ځمکې دوسیې بررسي شوې

barekzai_admin
Tue, Oct 22 2024 1:28 PM
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع‌الثاني د میاشتې په ۱۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون ترسره شوه او د یاد ولایت په بېلابېلو برخو کې د څه باندې درې‌زره او دوه‌سوه (۳۲۰۰) جریبه ځمکو دوسیې په‌کې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دې ناسته کې د مزار شریف ښار په شمال‌ختیځ کې د یو زر او پنځه‌سوه (۱۵۰۰) جریبه ځمکې، په کشنده ولسوالۍ کې د اته‌سوه (۸۰۰) جریبه ځمکې، په چمتال ولسوالۍ کې د څه باندې ۷۰۰ جریبه ځمکې او د بلخ ولایت په بېلابېلو برخو کې د څه باندې ۲۰۰ جریبه ځمکې دوسیې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د یادو دوسیو په بررسۍ سره، د هغو په اړه لازم تصامیم ونیول.

په دې ناسته کې د خلکو یو شمېر عریضې او ځمکو د غصب اړوند دوسیې هم بررسي شوې او هیئت د هغو د پړاوونو تېرولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS