په بلخ ولایت کې د څه باندې ۱۴ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
Sun, Sep 15 2024 9:13 AM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیع‌الاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د تخنيکي هيئت له لورې د ياد ولایت په مارمل ولسوالۍ کې ۱۴۵۶۲ جریبه امارتي ځمکه چې د یو شمېر اشخاصو له لورې تر دعوا لاندې وه، بررسي او تر بحث لاندې ونيول شوه او پلاوي یاده ځمکه امارتي تثبیت کړه. همداراز پرېکړه وشوه چې د یادې ځمکې دوسیې دې بشپړې او د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
دغه راز، د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې، د کابو ۲ زره جریبه نورو غصب شويو ځمکو دوسیې هم د هیئت لخوا تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS