په بلخ ولایت کې د څه باندې ۱۴ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ربیعالاول د مياشتې په ۸ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې د تخنيکي هيئت له لورې د ياد ولایت په مارمل ولسوالۍ کې ۱۴۵۶۲ جریبه امارتي ځمکه چې د یو شمېر اشخاصو له لورې تر دعوا لاندې وه، بررسي او تر بحث لاندې ونيول شوه او پلاوي یاده ځمکه امارتي تثبیت کړه. همداراز پرېکړه وشوه چې د یادې ځمکې دوسیې دې بشپړې او د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
دغه راز، د تخنیکي هیئت په دې ناسته کې، د کابو ۲ زره جریبه نورو غصب شويو ځمکو دوسیې هم د هیئت لخوا تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې.