د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو درېیمه دوره او د دیني درسونو نورو درجو پیل

barekzai_admin
Wed, Jun 26 2024 3:16 PM
.

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو درېیمه دوره او د دیني درسونو نورې درجې  پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت مقاماتو له خوا پرانیستل شوې.

د یادې دورې د پرانیستې په مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونې د چارو ریاست مرستیال شیخ رکن الدین عتیق، مالي او اداري رئیس مولوي سید حبیب الحبیب، د دعوت او ارشاد رئیس مولوي سعید الرحمن سید او د یاد وزارت نورو رئیسانو او مسؤولینو حضور درلود.

په دغو مراسمو کې د عدليې وزارت مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د اسلام په پراختیا او پیاوړتیا کې د دیني مدرسو او علماوو رول مهم وباله.

هغه ټینګار وکړ، هر هغه یرغل چې پر افغانستان باندې د کفارو او یرغلګرو له خوا په بېلابېلو وختونو کې شوی، د اسلام له منځه وړلو په موخه وو خو علماوو او مدرسو د دغو یرغلونو او اشغال پر وړاندې درېدلي او یرغلګرو ته یې اجازه نه ده ورکړې چې خپلو موخو ته ورسېږي.

د نوموړي په وینا د تاریخ په اوږدو کې د علماو په هلو ځلو سره، د اسلام له‌منځه وړلو لپاره هڅې د اسلام د پیاوړتیا سبب شوي او علما او دا چې نن په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی هم د علماوو او مدرسو برکت دی.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت مالي او اداري رییس مولوي سید حبیب الحبیب هم وویل چې دیني مدرسو په تېرو څو لسیزو کې د ولس له ایمان څخه ساتنه کړې او په هغو هېوادونو کې چې مدرسې شتون نه لري، ولس یې اسلام تش په نامه سره پېژني.

د پرانیستې په دې ناسته کې د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست مرستیال شیخ رکن الدین عتیق هم صحیح البخاري کتاب قرائت کړ او د یاد کتاب او د امام بخاري (رح) د شخصیت او مقام په اړه یې هم معلومات وړاندې کړل.

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو په درېیمه دوره او د دیني درسونو نورو درجو کې د یاد وزارت ۴۱ تنو کارمندان په غیر رسمي وختونو کې د پورته درسونو زده کړې ترسره کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS