د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل
د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د سمنګان ولایت د عدليې رئیس قاري فراح الدین محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په حضور سره جوړه شوه.
په دغه ناسته کې د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارمندانو ته د دندو او مسؤولیتونو ته د توجو، وخت ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرآ او د مراجعينو ستونزو ته د رسېدګۍ په تړاو لازمې توصیې وکړې او د چارو د ښه والي په موخه يې د یاد ریاست کارمندانو ته لازمې لارښوونې وسپارلې.
په پای کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل او د عدلیې رئیس د هغو د لري کولو په برخه کې ډاډ ورکړ.