د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۴۱
.

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۱۷ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د سمنګان ولایت د عدليې رئیس قاري فراح الدین محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په حضور سره جوړه شوه.

په دغه ناسته کې د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارمندانو ته د دندو او مسؤولیتونو ته د توجو، وخت ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرآ او د مراجعينو ستونزو ته د رسېدګۍ په تړاو لازمې توصیې وکړې او د چارو د ښه والي په موخه يې د یاد ریاست کارمندانو ته لازمې لارښوونې وسپارلې.

په پای کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل او د عدلیې رئیس د هغو د لري کولو په برخه کې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS