د عدلیې وزارت د تشو بستونو د رقابتي ازموینې له بهیر څخه د یاد وزارت د اداري معین څارنه

hayat_admin
Tue, Feb 06 2024 1:43 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رجب المرجب د میاشتې په ۲۵ نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد وزارت د حقوقي مرستو ریاست د ۵ تشو بستونو ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.

په دې ازموینې کې چې د عدليې وزارت په مقر کې جوړه شوه، د عدلیې وزارت  مالي او اداري معین مولوي عبدالغني فایق، د بشري سرچینو رئیس مولوي رحمت الله حلیم، د حقوقي مرستو رئیس مولوي رحمت الله حقاني او  د یاد وزارت نورو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه يې څارنه وکړه.

د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت مالي او اداري معین او نورو مقاماتو د ازموینې د بهیر له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ او له هغوی سره یې د ازموینې د څرنګوالي په اړه لازم معلومات شریک کړل.

په دغې ازموینې کې د ګډون لپاره ۱۴۶ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او د هغوی له جملې  څخه ۱۱۶ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یادو بستونو ترلاسه کولوپه موخه یې په خپلو کې رقابت وکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS