په کندز ولایت کې د ۳۷۵ جریبه ځمکې تثبیت او تشخیص

hayat_admin
Wed, Jan 17 2024 10:13 AM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د رجب المرجب د میاشتې په ۳ نېټه د دوشنبې په ورځ په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دریو کادستري ټوټو په بررسۍ سره، ۳۷۵ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه.

یاده شوې ځمکه د دشت ارچي ولسوالۍ په وزیرخان ساحه کې موقعیت لري او ۲۲۷، ۲۲۸ او ۲۲۹ ټوټې په کې شاملې دي چې هیئت له نږدې څخه هغه بررسي کړې.

دغه ځمکه ۳۷۵ جریبه ده چې د سندونو له مخې، په ۱۳۵۴هجري لمريز کال کې د امارتي ځمکې په حیث سروې شوې وه. تخنیکي هیئت د هغې د دوسیې د بشپړولو او د پړاوونو تېرولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز یاد هیئت د کندز په مرکز کې الچین ساحې ته هم ولاړ او ۵۰۰ جریبه  استرداد شوې وقفي ځمکه یې د حج او اوقافو ریاست ته تسلیم کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS