د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت او د یاد ولایت د محبس آمریت ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Mon, Jan 08 2024 11:02 AM
.

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت د جمادي الثاني د میاشتې په ۲۳ نېټه د شنبې په ورځ د هغمږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه د یاد ولایت د محبس آمریت له مسؤولینو سره یوه ناسته جوړه کړه.

په یاده ناسته کې د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامو، د حقوقي مرستو وړاندي کولو د څرنګوالي، د حقوقي مساعد او د مدافع وکیل د توظیف د څرنګوالي او د مدافع وکیلانو د لړلیک په اړه بحث او خبرې وشوې.

په یاده ناسته کې د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمر پورته موضوعاتو کې د معلوماتو په وړاندې کولو سره، د دغه آمریت له مسؤولینو سره د محبس آمریت له همکاریو قدرداني وکړه او په لازیاتې همغږۍ يې ټینګار وکړ.

د میدان وردک ولایت د محبس آمر هم وویل چې دغه آمریت د محبوسینو حقوقو ته پاملرنه لري او په دې برخه کې به له عدلیې ریاست سره هم همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS