د میدان وردک ولایت له والي سره د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړيدل

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادي الثاني د میاشتې په ٢ نېټې د شنبې په ورځ د ياد ولايت له والي قاري بختیار معاذ او نورو سیمه ييزو مسؤولینو سره ناسته وکړه.
په ياده ناسته کې د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان، د امنيې قوماندانۍ مرستیال، ښاروال د سیدآباد او نرخ ولسوالیو ولسوالانو او د یاد ولایت نورو مسؤولینو حضور درلود او په هغې کې د کورنيو چارو وزارت د توظیف شوي استازې په واسطې له لوګر ولایت سره د میدان وردک ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تعیین شوې پولې او د ځمکو د غصب اړوندو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په ياده ناسته کې تخنیکي هیئت د دغه هیئت د تېرې یوې میاشتې د لاسته راوړنو راپور هم د یاد ولایت له والي او نورو مقاماتو سره شریک کړ.
د میدان وردک ولایت والي د دغه هیئت له هڅو او لاسته راوړنو مننه او قدرداني وکړه او هغوی ته یې د مرکز بهسود ولسوالۍ د حاجي ګک کوتل ساحې د بررسۍ، د هديرو پر سر د شخړو د لري کولو او نور موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وسپارلې.