د میدان وردک ولایت له والي سره د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړيدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۲۵
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادي الثاني د میاشتې په ٢ نېټې د شنبې په ورځ د ياد ولايت له والي قاري بختیار معاذ او نورو سیمه ييزو مسؤولینو سره ناسته وکړه.

په ياده ناسته کې د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان، د امنيې قوماندانۍ مرستیال، ښاروال د سیدآباد او نرخ ولسوالیو ولسوالانو او د یاد ولایت نورو مسؤولینو حضور درلود او په هغې کې د کورنيو چارو وزارت د توظیف شوي استازې په واسطې له لوګر ولایت سره د میدان وردک ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د تعیین شوې پولې او د ځمکو د غصب اړوندو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په ياده ناسته کې تخنیکي هیئت د دغه هیئت د تېرې یوې میاشتې د لاسته راوړنو راپور هم د یاد ولایت له والي او نورو مقاماتو سره شریک کړ.

د میدان وردک ولایت والي د دغه هیئت له هڅو او لاسته راوړنو مننه او قدرداني وکړه او هغوی ته یې د مرکز بهسود ولسوالۍ د حاجي ګک کوتل ساحې د بررسۍ، د هديرو پر سر د شخړو د لري کولو او نور موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وسپارلې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ ‎د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د روژې د مياشتې په ۲۱مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳. . .

BACK TO NEWS