د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Dec 07 2023 1:13 PM
.

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادي الاول میاشتې په ۲۱ نېټې د سه شنبې په ورځ د سمنګان ولایت د عدليې رئیس الحاج قاري فراح الدین محمدي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په حضور سره جوړه شوه.

دغه ناسته چې د کلام الله مجید په سپیڅلي کلام سره پیل شوه او په هغې کې د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارمندانو ته د چارو د ښه والي په منظور لازمې لارښوونې وسپارلې. نوموړي د یاد ریاست کارمندانو ته د هغوی د دندو او د هغوی مسؤولیتونو ته د توجو،، په وخت د چارو د اجرآ، د ۱۴۰۳ مالي کال تشکیل، د عدلیې وزارت له داخلي پلټنې سره د همکارۍ او په نبوي سنتو د ځانونو سمبالولو په تړاو لازمې توصیې وکړې.

په پای کې د یاد ریاست آمرینو او کارمندانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د عدلیې رئیس له‌خوا د هغو د لري کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه وسپارل شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS