د پکتیا ولایت د محکمو او د یاد ولایت د عدلیې ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hayat_admin
Wed, Dec 06 2023 10:38 AM

د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوٍي د جمادي الاول میاشتې په ۲۰ نېټې د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس مفتي عبیدالله خالد سره وکتل او خبرې وکړې.

په دغې کتنه کې چې د یاد ولایت د عدلیې ریاست او محکمو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ په منظور ترسره شوه، د حقوقي مساعدتونو آمر، د مدافع وکیلانو د نظارت آمر، حقوقي مساعد او د دغه ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سکرتر هم حضور درلود.

په دغې کتنه کې، د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس د امارت د قضایاو آمریت دوسیو ته د رسیدګۍ، د حقوقو آمریت په دوسیو کې د تضمین موجودیت او نه موجودیت، د حقوقي مساعدتونو آمریت ته د درېیو تنو تورنو د پېژندلو موضوع، د عریضه لیکونکو ستونزو او نورو مواردو په اړه خبرې وکړې او په دغې برخه کې د یاد ولایت د استیناف محکمې له ریاست څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د پکتیا ولایت د استیناف محکمې رئیس هم دغو دوو ریاستونو ترمنځ په لازیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د یادو ستونزو د حل په برخه کې به د دغه ولایت له عدلیې ریاست سره همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS