په کندز ولایت کې څه د پاسه ۱۰۴۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Oct 03 2023 2:24 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ربیع الاول د میاشتې په ۱۷ نېټې د دوشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب اړوند یو شمېر دوسيې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په یاده ناسته کې، د دشت ارچي ولسوالۍ د قره غوشي ساحې د ۸۰۰۰ جریبه ځمکې دوسیه، د قلم ګذر ساحې د ۲۰ جریبه ځمکې دوسیه او د حضرت امام صاحب د قنجوغې ساحې د ۷۰ جریبه ځمکې دوسیه په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په پایله کې د دشت ارچي ولسوالۍ د قره غوشي ساحې د دوسیې د پاڼو او سوابقو له بحث او بررسۍ څخه وروسته، ۱۰۴۵۹ جریبه ځمکه په دغې ساحې او دغه راز ۲۰ جریبه نوره ځمکه د قلم ګذر په ساحې کې د امارتي ځمکې په توګه تثبیت شوه او لارښوونه وشوه چې موضوع د تصفیې په غرض مرکزي کمېسیون ته وړاندیز شي او د امام صاحب د ولسوالۍ د قنجوغې ساحې د ۷۰ جریبه ځمکې د دوسیې په تړاو هم د لا زیاتو څېړنو لارښوونه صادر شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS