په کابل ښار کې د ۱۷ دارالوکالو بررسي او څارنه

hayat_admin
Thu, Sep 07 2023 11:47 AM
.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ریاست د څارني پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۹ نېټې د سه شنبې په ورځ د کابل ښار له  مدافع وکیلانو او له دارالوکالو څخه بررسي او څارنه ترسره کړه.

د یادې بررسۍ په ترڅ کې د کابل ښار په دوه یمې ناحیې کې ۱۷ دارالوکالې بررسۍ او څارنې لاندې ونیول شوې او له دغې جملې څخه ۴ مدافع وکیلانو او د هغوی دارالوکالو ته د مدافع وکیلانو د انسجام د کړنلارې د غوره پلي کولو په اړه لازمې توصیې وشوې.

د څارنې په لړ کې یو شمېر مدافع وکیلانو له عدلي او قضایي بنسټونو سره خپلې ستونزې له دغه پلاوي سره شریکې کړې او د عدلیې وزارت له لوري د هغو د حل غوښتونکي شول.

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د اسلامي شریعت او حکمونو او د اسلامي امارت د نافذ شویو قوانینو په رڼا کې د مدافع وکیلانو څخه د هر اړخیز ملاتړ په لټه کې دي او دغې برخه کې له هیڅ ډول هلوځلو څخه ډډه نه کوي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS