په بلخ ولایت کې د ۱۸۰۰ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

hayat_admin
Wed, Sep 06 2023 2:00 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۸ نېټې د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په دغه ولایت کې د ۳۳۵۰ جریبه ځمکې دوسیې په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې.

په دغې ناسته کې، د بلخ ولسوالۍ د نوارد بوکه کلي د ۱۸۰۰ جریبه ځمکې راپور وړاندې شو او د تایید وړ وګرځید او یاده شوې ځمکه د هغې د متصرف له خوا د شرعي او د حکم وړ سندونو د نه وړاندې کیدو له امله، امارتي تثبیت شوه. دغه راز د یاد ولایت یو اوسیدونکي ته د حیرتان په دوه لاري کې د ۱۵۵۰ جریبه ویشل شوې ځمکې راپور وړاندې شو او د تائید وړ وګرځید.

دغه راز په یاده ناسته کې د مزار شریف ښار په پلاني او غیرپلاني ساحو کې د ښاروالۍ د پراختیایي پلانونو د تطبیق، دغه ولایت کې د یو شخص د جایدادونو د بررسۍ، د یاد ولایت د مقام په خوا کې د ودانیو، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د لارښوونو او د یو شمېر عریضو په اړه بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه او په دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS