د پنجشیر ولایت له والي سره د یاد ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت کتنه

hayat_admin
Sun, Aug 27 2023 11:54 AM
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس او غړو د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ د پنجشیر ولایت له والي حافظ محمد آغا حکیم سره د دغه ولایت په مقر کې وکتل او خبرې يې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې، د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت رئیس د تخنیکي هیئت د کمېټې د اهمیت په تړاو خبرې وکړې او د دغه هیئت د یوې میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور یې د پنجشیر ولایت والي ته وړاندې کړ.

دغه راز یاد هیئت خپل ستونزې او وړاندیزونه د دغه ولایت له والي سره مطرح کړل او د یاد ولایت مستوفیت او مقام ترمنځ د ځمکې د دعوا او په دشتک کې د یو جومات د ځمکې موضوع یې له نوموړي سره شریکه کړه او له نوموړي څخه د لارښوونې غوښتونکی شو.

د پنجشیر ولایت والي د یاد ولایت د تخنیکي هیئت له فعالیتونو او لاسته رواړنو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د یاد ولایت له خلکو سره له خورا زیات زغم او آسانتیا څخه کار واخلي او د یاد ولایت د مستوفیت او مقام ترمنځ د ځمکې د دعوا په اړه له اصولو سره سم رسیدګي وکړي.

دغه راز نوموړي د یو جومات د موضوع په تړاو د دغه ولایت تخنیکي هیئت ته لارښوونه وکړه په هغه صورت کې چې د دغه جومات ځمکه غصب شوې وې، پر هغې د غاصبینو د کار د ځنډولو په تړاو اجراآت وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS