په نیمروز ولایت کې ۴۲ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

hayat_admin
Tue, Aug 22 2023 2:35 PM
.

د نیمروز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۴ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د خوابګاه کلي د ځمکو موضوع بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او پریکړه وشوه چې یو تخنیکي پلاوی د بررسۍ په منظور یادې ساحې ته واستول شي.

وروسته د یاد ولایت د تخنیکي هیئت د رئیس په مشرۍ له تخنیکي هیئت څخه یو ټیم د زرنج ښار په جنوب لویدیځ برخه کې خوابګاه کلي ته روان شو او د املاکي دفترونو او کادستري نقشو په پام کې نیولو سره یې یوه ټوټه امارتي ځمکه چې په هغې کې ۴۲ جریبه ځمکه شامله ده تثبیت او تفکیک کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS