د کابل ولایت د څلورمې ناحیې په ریاست کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې برنامه جوړیدل

hayat_admin
Thu, Jul 27 2023 11:03 AM
.

د همغږۍ او حقوقي پوهاوي ورکوونې ناسته د محرم الحرام د میاشتې په ۶ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدليې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د کابل ښار څلورمې ناحیې د رئیس مرستیال، د ګذر وکیلانو د رئیس، د شوراو رئیسانو او د څلورمې ناحیې ټول پرسنول په ګډون د یادې ناحیې په ریاست کې جوړه شوه.

یاد ناسته د کلام الله مجید د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د حقوقي مرستو رئیس د یاد ریاست دندو او صلاحیتونو په تړاو په کې خبرې وکړې، ویې ویل چې عدلیې وزارت د یاد ریاست چتر لاندې د پوهاوي ورکوونې یو ټیم توظیف کړی ترڅو د هیواد له ولس سره په دوامداره او اغیزمنه توګه اړیکې ټینګې کړي او حقوقي موضوعات د اسلامي شریعت حکومنو په پام کې نیولو سره هغوی پورې ورسوي.

نوموړي وویل چې بې وزله تورن او شکمن کولی شي په عدلي او قضایي مراجعو کې د هغوی حقوقو څخه د دفاع په غرض د حقوقي مرستو ریاست څخه د حقوقي مرستندوی توظیف غوښتنه وکړي.

په پای کې د څلورمې ناحیې د رئیس مرستیال د یادې ناحیې د ګذر وکیلانو او ټول پرسنول په استازیتوب، د عدلیې وزارت له برنامو څخه قدرداني وکړه ویې ویل چې اوسنیو شرایطو کې د حقوقي پوهاوي ورکوونې پروسه د هغو ننګونو پورته کولو له پاره چې د ولس پر وړاندې قرار لري، ډیره اغیزمنه او ګټوره ده.

دغه راز د یادې ناستې ګډونوالو خپل پوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل چې د عدليې وزارت د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برخې رئیس او کارکوونکو له لوري د قناعت وړ ځوابونه وړاندې شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS