خوست ولایت ته د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د استول شوي پلاوي سفر

hayat_admin
Tue, Jul 11 2023 2:10 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون یو پلاوي د عدليې وزارت د امارت د قضایاو لوی رئیس او د کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق په مشرۍ د خوست ولایت د تخنیکي هیئت د فعالیتونو او اجراآتو بررسۍ په منظور یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د خوست د ځمکو  د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت  له رئیس او غړو سره وکتل او د یاد هیئت یو لړ اداري او کاري ستونزې واوریدلې او د هغو د حل په برخه کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.

د مرکزي کمېسیون استول شوي پلاوي د تخنیکي هیئت د غړو په ملتیا د خوست له والي سره هم وکتل او یو لړ مهم موضوعات یې له نوموړي سره شریک کړل.

په همدې توګه استول شوي پلاوي د تخنیکي هیئت له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ او پر هغو ترسره شوي سندونه او اجراآت يې بررسي کړل او د هغو د تشو او نیمګړتیاو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د کمېسیون استول شوي پلاوي د سندونو او دوسیو په تړاو له اړوندو ادارو څخه د معلوماتو غوښتلو په برخه کې او د بشپړ شوو دوسیو د راپور ترتیب په برخه کې هم تخنیکي هیئت ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS