یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل شول

hayat_admin
Mon, Jul 10 2023 1:25 PM
.

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو ریاست د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په ۲۲ نېټه د دوشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه وویشل.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په عدلیې وزارت کې جوړ شوې وو، د الله تعالی د سپیڅلي کلام د څو آیاتونو په تلاوت سره پیل شول او د  عدليې وزارت د انسجام  لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د معاملاتو د لارښوونې او عریضه لیکوونکو د چارو رئیس مولوي سکندر یحیی عابد او د یاد وزارت نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغو مراسمو کې د  عدليې وزارت د انسجام  لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکو سره یې لازم معلومات شریک کړل.

نوموړي هغوی خپلو مسوولیتونو او مکلفیتونو ته متوجه کړل ویې ویل چې د معاملاتو د لارښوونې جواز یواځې یو جواز نه دی بلکې د خلکو ترمنځ ستاسې د نیکې معاملې د اعتبار سند دی او تاسې باید هغه ژمنه په پام کې ونیسئ چې له لوی څښتن تعالی، د افغانستان شریف ولس او عدلیې وزارت سره لرئ، په خپلو ټولو معاملاتو کې د الله تعالی رضایت په پام کې ولرئ او په معاملاتو کې له هر ډول فریب کارۍ، غل او غش څخه ډډه وکړئ ترڅو زموږ د ځوریدلي ولس دردونو ته مرحم او ټپونو ته پټۍ اوسئ. دغه راز نوموړي هغوی له اسلامي امارت سره همکارۍ ته وهڅول.

په دغو مراسمو کې، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جواز غوښتونکي له دغې دندې سره د هغوی لازیاتې پېژندګلوۍ او د هغوی د مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه  پوهاوی او لازم معلومات ورکړل شول او ۲۰ تنو غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکوونه، وویشل شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS