د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, Jun 15 2023 12:33 PM
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۵ نېته د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او هیئت په کې د ملکان کلي له اوسیدونکو سره وکتل او د هغوی ستونزې واوریدلې او دغې برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دغې ناسته کې، پریکړه وشوه چې یو شمېر عارضینو او ادارو ته استعلام ورکړل شي او هم ځینې ساحې له نږدې ولیدل او بررسی شي.

د حج او اوقافو او د پاراخ د اوسیدونکو دوسیې په اړه پریکړه وشوه چې د حج او اوقافو ملکیت یادو اوسیدونکو ته په کرایه ورکړل شي؛ ځکه چې یاد اوسیدونکي کرایې ورکولو له پاره چمتو دي. د حج او اوقاف ریاست هم موظف کړل شو چې دغې برخه کې جامع قرارداد تیار کړي.

په دغې ناسته کې، د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې د څو مادو په اړه بحث وشو او د امیرالمؤمنین حفظه الله ۶۳۴ حکم هم د دغه هیئت غړو ته توزیع شو. یو شمېر اداري موضوعات هم بحث لاندې ونیول شول او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS