په کندز ولایت کې څه دپاسه ۳۱ جریبه ځمکه بررسي او استرداد شوه

hayat_admin
Tue, May 23 2023 2:32 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشتې په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د غصب شویو امارتي ځمکو د استرداد په اړه په کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په دغې ناسته کې، د علي آباد ولسوالۍ په لاله میدان کې د ۳۱ جریبه او ۸ بسوې ځمکې دوسیه د دعوا د لورو او متصرفینو په حضور کې بررسي شوه او د متصرف د اقرار او اعتراف او د ترسره شویو املاکي څېړنو په پام کې نیولو سره، یاده شوې ځمکه استرداد شوه او پریکړه وشوه چې ځمکه د هغې متصرف ته په اجاره ورکړل شي.

دغه راز په دغې ناسته کې د یو شخص تر تصرف او ګټې اخیستنې لاندې د زیر دوره په سړک کې د ۴ دوکانونو دوسیه بررسي شوه او د هغې د امارتي توب په اړه د متصرف د اعتراف له امله، یاد شوي دوکانونه استرداد شول او د هغو د اجارې ورکولو په برخه کې لازمې لارښوونې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS