د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, May 23 2023 9:41 AM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په ختیځ شهر نو کې د دوو اشخاصو تر دعوا لاندې حقوقي دوسیه بررسي شوه او له هغوی څخه سندونه وغوښتل شول. مدعی شخص، یاده ځمکه امارتي او د خپل کور حریم وباله. هیئت هغوی ته لارښوونه وکړه چې تر وروستۍ پریکړې په یادې ځمکه له کار څخه ډډه وکړي.

تخنیکي هیئت له غونډې څخه وروسته د ختیځ شهر نو ساحې ته ولاړ او یاده ځمکه یې له نږدې څخه بررسي کړه. یاد شوي هیئت ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې مشخصه کړي چې یاده ساحه د ماسټر پلان مطابق ده که نه ترڅو په راتلونکې غونډه کې په یې اړه تصمیم ونیول شي.

په دغې ناسته کې، ګدام سنګي ساحه کې د ارزاقو د مدیریت د ۱۷ بسوې ځمکې موضوع هم بررسي شوه او هیئت د دعوا مقابل لوري دوو اشخاصو څخه سندونه وغوښتل. هغوی وویل چې ځمکه یې پخوا د داوطلبۍ په ترڅ کې له دولت څخه پېرلې ده او د ځمکې اړوند سندونه سوځیدلي دي. په همدې توګه پر امارتي ځمکه د دوکانونو جوړلو یو بله دوسیه هم بررسي شوه او اړونده سندونه یې ترتیب شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS