د میدان وردک ولایت د عدليې ریاست او د دغه ولایت د استیناف محکمې د ریاست ترمنځ د همغږۍ د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, May 23 2023 9:07 AM
.

د میدان وردک ولایت د عدليې ریاست او د دغه ولایت د استیناف محکمې د ریاست ترمنځ د همغږۍ ناسته د ذوالقعدې میاشتې په ۲ نېټه د دوشنبې په ورځ د میدان ورودک ولایت د عدليې رئیس مولوي مطیع الحق عثماني په مشرۍ او د استیناف محکمې د رئیس مولوي عبدالکریم حقاني، د عدليې ریاست د حقوقي مرستو آمر او حقوقي مرستندوي په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د جزايي فورمې پر اساس د حق الله برخه کې د مدافع وکیل ټاکلو له پاره د سترې محکمې د صادر شوي متحدالمال، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د بې وزلو تورنو له پاره له عدلیې ریاست څخه د حقوقي مرستندوی غوښتل، جزايي برخه کې د حقوقي مساعد د دندو او صلاحیتونو، د هغو تورنو د برخه لیک ټاکل چې په بند کې دي او د حق العبد مدعی یې محکمو ته نه حاضریږي، د عدليې ریاست د عامه حقوقي پوهاي څانګې دنده او له نورو امارتي ادارو سره د چارو ترسره کولو کې د همغږۍ په تړاو بحث او د نظرونو تبادلې ترسره شوې او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

په یاده ناسته کې د دغو دواړو ریاستونو د ترمنځ پر لازیاتې همغږۍ او همکاریو ټینګار وشو او د ستونزو د حل په منظور د دغو داوړو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ د ناستې پر جوړلو پریکړه وشوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS