د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Mon, May 22 2023 3:11 PM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د دعوا لاندې د ځینو ځمکو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، د ترسره شویو بررسیو په پام کې نیولو سره د څو تنو اشخاصو تر دعوا لاندې ځمکې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې یادې ځمکې امارتي دي او په هغه صورت کې چې یاد اشخاص پریکړه و نه مني، دوسیه یې ترتیب او مرکز ته به واستول شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، پر ځمکې د دوو نورو اشخاصو د دعوا په اړه هم پریکړه وشوه چې تر ادعا لاندې ځمکې عامه ملکیت دی او په همدې توګه هیئت د حج او اوقافو ریاست او د یو بل شخص تر دعوا لاندې ځمکه له نږدې څخه بررسي او تثبیت کړي او پریکړ یې وکړه چې له بېلابېلو ادارو څخه یو مسلکي ټیم، د کادستر نقشو له مخې ساحه تثبیت او نښاني کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS