د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه او یاد ولایت کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه
د پکتیا ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او یاد شوي هیئت هم د شیخان، رباط، چوڼۍ، حبیب کلا، فتح الله خیل او حلیم کلا ساحو ته ولاړ او د غصب د مخنیوي په برخه کې یې لازم اقدامات ترسره کړل.
یاد شوي هیئت د امنیتي قطعې په ملتیا د شیخان، رباط او چوڼۍ ساحو څخه لیدنه وکړه او دغو ساحو کې د امارتي شکمنو ځمکو تصرفات یې په خپله د متصرفینو په واسطه ویجاړ کړل.
دغه راز یاد هیئت د یو متصرف د آزادولو په اړه چې څو ورځې وړاندې په ساحه کې د امنیتي ځواکوونو لخوا نیول شوی وو، اړوندې امنیتي حوزې ته لازمې لارښوونې وکړې ترڅو د اعتبار وړ ضمانت په مقابل کې نوموړی آزاد کړي.
په همدې توګه یاد هیئت د حبیب کلا ساحې څخه لیدنه وکړه او پر امارتی ځمکو یې د کار او تصرفاتو مخنیوی وکړ او د متصرفینو تخنیکي وسایل د امنیتي ځواکوونو لخوا ضبط شول. په ساحه کې یوه نیمه جوړه شوې ودانۍ د اړوندو ارګانونو پریکړې پورې د مجاهدینو په تصرف کې ونیول شو.
دغه راز تخنیکي هیئت د فتح الله خیل ساحې څخه لیدنه وکړه او دغې ساحه کې د تېلو د یو ټانک او کورونو جوړولو مخنیوی وکړ او د متصرفین کار یې بند کړ. یاد متصرفین هم امنیتي حوزې ته وروپېژندل شول او په همدې توګه د حلیم کلا په ساحه کې هم د شکمنو امارتي ځمکو د نویو تصرفاتو څخه مخنیوی وشو.
