د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Thu, May 18 2023 8:59 AM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځمکو د غصب د مخنیوي اړوندو بېلابېلو موضوعاتو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې.

په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د پړاویي سیمې د الکوزیو قوم د موضوع په اړه بحث وکړ او دوسیه یې د هغوی د استازو په حضور کې بررسي کړه. هیئت د دوسیې په شمول د سترې محکمې لارښوونه، تر ثاني امر پورې دغې برخه کې د تصمیم نه نیولو په اړه حاضرینو ته بیان کړه او پریکړه وشوه چې دعوا باید وځنډول شي.

هیئت د قرغه یي ولسوالۍ په کاکڅ ساحه کې  د ۵۰ جریبه ځمکې له اجاره دار او هغو اشخاصو سره چې د نوموړي د کار مانع ګرځي، هم وکتل. یادو شویو خلکو وویل چې له کلنو راهیسې پر دغې ځمکه کرکیله او کار کوي او د هغوی حق وو، چې ځمکه هغوی ته په اجاره ورکول شوې وه. هیئت هغوی ته قناعت ورکړ چې اجاره دار ځمکه د داوطلبۍ په ترڅ کې په اجاره اخیستې ده.

په دغې ناسته کې، د قرغه یي ولسوالۍ د سنګي ګدام د ۷ جریبه او ۱۷ بسوې ځمکې په تړاو د ارزاقو د مدیریت دوسیه او د سرخکان د زنګوري ساحې د اوسیدونکو دوسیه هم بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او هیئت د زنګوري خلکو د دوسیې په اړه پریکړه وکړه چې دوسیه بیاځل محکمې ته راجع شي ترڅو په اړه یې پریکړه وکړي.

د دوو اشخاصو د لوړپوړیزې ودانۍ د ځمکې په اړه د ځمکې د مالک او متصرف په حضور کې بحث وشو او برآوردونه متصرفینو ته تشریح شول. هیئت د غبرګولي میاشت تر ۲۰ نېټې متصرفینو ته وخت ورکړ ترڅو پر دغو ځمکو کورونه تخلیه کړي او هغه یې مالک ته وسپاري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS