د عدلیې وزارت د مرکزي رئیسانو د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
Thu, May 18 2023 8:46 AM
.

د اسلامي امارت د عدليې وزارت د مرکزي رئیسانو اداري ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال میاشتې په ۲۷ نېټه د چهارشنبې په ورځ د مسلکي معین شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مقاماتو په ګډون جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، په آجنډا کې د شاملو یو لړ موضوعاتو په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول. په دغې ناسته کې د عدلیې وزارت منسوبینو ته لارښوونه وشوه چې ورسپارل شویو چارو کې له اصولو څخه پیروي وکړي او د ستونزو رامنځ ته کیدلو په صورت کې د دغه وزارت مشرتابه په جریان کې واچوي.

په دغې ناسته کې، ولایتونو ته د پلاوو د استولو او د ولایتونو له عدلیې ریاستونو څخه د بررسۍ په اړه هم بحث وشو او د مسلکي معین په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی تعیین شو ترڅو د ولایتونو پنځو زونونو ته سفر وکړي او د عدلیې ریاست ستونزو ته رسیدګي وکړي.

په دغې ناسته کې، د یو شمېر نور موضوعاتو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS