د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, May 16 2023 2:02 PM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال میاشت په ۲۵ نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې د کرنې، اوبو لګولو او د مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمد الله نعماني، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی رئیس مولوي شمس الدین شریعتي، د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې د دارلانشاء رئیس مفتي عبدالرشید سعید، د امارت د قضایاو لوی رئیس، د دغه کمېسیون سکرتر او نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.

په دغې ناسته کې، د کابل او ننګرهار ولايتونو يو شمير دوسيې چې د‌کمېسيون او تخنيکي هيئتونو د ګډ کار په نتيجه کې نهايي شوې وې بيا هم و ارزول شوې. ځیني نور موضوعات هم په دغې ناسته کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوې او دغو برخو کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS