عنابې ولسوالۍ ته د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت سفر

hayat_admin
Wed, May 10 2023 3:30 PM

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ عنابې ولسوالۍ ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې یې د امارتي ځمکو د استرداد په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

یاد شوي هیئت، لومړی د دغې ولسوالۍ له ولسوال او نورو ځايي مقاماتو سره وکتل او د دغه هیئت د سفر د پلان او نورو موضوعاتو په اړه يې له هغوی سره خبرې وکړې. ورپسې هيئت ۴ ټاکل شویو ساحو ته ولاړ او عملي اجراآت یې ترسره کړل.

دغه هیئت د مختار خیل فراج په کلي کې ۱۵۶۴۰.۳ متر مربع وقفي ځمکه سکیچ او بررسي کړه او له یو شخص څخه یې چې د دغې ځمکې 2042 متر مربع ځمکه غصب کړې، قانوني او شرعي سندونه وغوښتل.

دغه راز یاد شوي هیئت د حج او اوقافو د ریاست او یو شخص تر دعوا لاندې ساحه هم بررسي کړه او له نوموړي شخص څخه يې سندونه او مدارک وغوښتل او په همدې توګه هیئت د عنابه ولسوالۍ د ملکان کلي هدیره چې ۴۹۹۶۴ متر مربع ځمکه په کې شامله ده، سکیچ او تثبیت کړه.

یاد شوي هیئت ۳۶۰۹۴ متر مربع ځمکه هم د یو شخص د ورثې د غوښتنې په اساس سکیچ کړه او له هغوی څخه یې قانوني سندونه وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS