د پروان او زابل ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
Tue, Apr 04 2023 10:39 AM
.

د پروان او زابل ولایتونو د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې د دوو تېرو ورځو په ترڅ کې جوړې شوې او هم له ځینو ساحو څخه هم لیدنه وشوه.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د هیئت د روانو کارونو په اړه په کې بحث وشو.

هیئت د بګرام ولسوالۍ په خم کلان ساحه کې د ۱۸۲۷ کادستري قطعي په تړاو د یو شمېر خلکو سندونه بررسي کړل. دغه راز هیئت د مسعود له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د هغې د حدودو په مشخص کولو سره يې له غاصبینو څخه سندونه وغوښتل.

.

په همدې حال کې د زابل ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په شاجوی، خاک افغان، نوبهار او شینکۍ ولسوالیو کې د توظیف شويو ټیمونو راپور وړاندې شو.

دغه راز هیئت د قلات ښار په جنوب برخه کې د شخصي او امارتي ځمکو د تفکیک په منظور له خلکو څخه سندونه وغوښتل.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS