د جلال آباد ښار د لومړۍ او اوومې ناحیې له مشرانو سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي کتنه

hayat_admin
Mon, Mar 13 2023 9:57 AM
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د مشرتابه پلاوي د عدليې وزارت د  سرپرست شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او اړوندې ځانګړۍ محکمې د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په ۲۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د جلال آباد ښار د لومړۍ او اوومۍ ناحیو له مشرانو او مخورو سره د بېلابېلو کتنو په ترڅ کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

دغه هیئت د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحیې د اوسیدونکو وړاندیزونه او غوښتنې واوریدلې او هغوی ته یې د اسلامي شریعت او د هیواد د نافذ شویو قوانینو د تطبیق ډاډ ورکړ.

د جلال آباد ښار د اوومې ناحیې مشرانو او مخوور هم له دغه هیئت سره د نوي سړک په اوږدو کې د سیند ترغاړې د خپلو ملکیتونو په اړه، ددغه ولایت د ښاروال او مرستیال په حضور سره وکتل او خپل ستونزې یې مطرح کړې.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه پلاوي له هغوی سره د قانون په چوکاټ کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS