د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
Tue, Mar 07 2023 11:27 AM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ناصر خسرو بلخي او د مارمل بې ځایه شویو پروژو د زمیندارۍ د ساحې د استرداد په اړه پر عملي اجراآتو ټینګار وشو.

دغه راز په یاده ناسته کې، د هغو قضیو په هر اړخیزې بررسۍ چې مرکزي کمېسیون ته استول کیږي، ټینګار وشو او د امنیې قوماندانۍ لخوا د جلب شویو اشخاصو څخه د تېښتې د ویرې له کبله د معتبر ضمانت پر اخیستلو، پریکړه وشوه.

دغه راز په یاده ناسته کې پریکړه وشوه چې د ښارګوټو په اړه د راپور له جوړولو څخه دمخه د ښار او کور جوړولو ریاست څخه معلومات وغوښتل شي. د خالد بن ولید پروژې وکیل ته هم استعلام وویشل شو او د تخنیکي هیئت غړو ته د مرکزي کمېسیون د لارښوونې وړاندې شوې.

.

یاد شوي هیئت، پنځمې حوزې کې د یو شخص اړوند دوه قطعې ځمکې کروکي کړې او بل یوه قطعه به یې وروسته کروکي شي. د یادو شویو ځمکو په اړه له اړوندو ادارو څخه به هم معلومات وغوښتل شي.

په دغې ناسته کې، له محکمو څخه د یو شمېر ترلاسه شویو دوسیو په اړه هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول. دغه راز یو شمېر اشخاصو ته چې جلب لاندې وو، د نورخدا دویمې برخې د ویشلو په اړه معلوماتي استعلام وویشل شو. د یو شخص اړوند د ۴۲۰ جریبه ځمکې په اړه ټینګار وشو چې د کمېسیون له لارښوونې سره سم راپور یې جوړ او مرکز ته واستول شي.

یاد شوي هیئت، هیئت ته د رسیدل شویو عریضو په اړه هم پریکړه وکړه هغه عریضې چې پر خلکو دي، مسترد شي او د امارتي ملکیتونو د غصب اړوند عریضې ومنل شي او بررسي شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS