د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Sat, Mar 04 2023 11:32 AM
.

د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت ناستې ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړې شوې او یاد شوي هیئت د دوو تېرو کاري ورځو په ترڅ کې جغتو، سید آباد ولسوالیو او د ټوپ دښتې ساحې ته ولاړ او له هغې څخه يې لیدنه وکړه.

دغه هیئت له ځايي مقاماتو، قومي مشرانو او د کلیو له ملکانو سره وکتل او د کمېسیون او تخنیکي هیئت موخه یې هغوی ته بیان کړه او هم یې په ولسوالیو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېټې د جوړیدلو په اړه له هغوی سره خبرې وکړې.

یاد شوي هیئت، د غصب د مخنیوي مقررې او د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه هغوی ته معلومات ورکړل او دغې برخه کې یې له هغوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. ځايي مسوولینو او قومي مشرانو یو لړ پوښتنې له هیئت څخه مطرح کړې او د همکارۍ ژمنه يې وکړه.

یاد هیئت په جغتو او سید آباد ولسوالیو کې د تخنیکي کمېټې  ترکیب اعلام کړ او ویې ویل چې ددغې کمېټې په سر کې ولسوال دی او امنیه قوماندان يې مرستیال دی او د کرنې، حج او اوقافو، د څارنوالۍ، د حقوقو، د ښاروالۍ او د مستوفیت مدیران یې غړي دي. یاده کمېټه له تخنیکي هیئت سره د همکار په توګه همکاري وکړي.

راتلونکې ورځ تخنیکي هیئت د په دریو ولسوالیو (نرخ، سیدآباد او چک) کې د ټوپ دښتې ساحې ته ولاړ او ددغې ساحې ولسوالان، قومي مشران او متصرفین يې وغوښتل.

یاد هیئت له ځايي مشرانو او مسوولینو سره ناسته جوړه کړه او د کمېسیون په اړه یې هغوی ته معلومات ورکړل او د همکارۍ غوښتونکی شو. ځايي مشرانو هم له هیئت سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS