د کابل او خوست ولایتونو د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Thu, Feb 16 2023 12:56 PM
.

د کابل او خوست ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې هم له ځینو ساحو څخه لیدنه وشوه.

د کابل ولایت تخنیکي هیئت ددغه ښار د لسمې ناحيې اړوند د شیرپور له ساحې څخه لیدنه وکړه او د ناحیې له مسوولینو او ددغې ناحیې د ګذر له وکیلانو سره یې وکتل.

یاد هیئت له هغوی سره په دغې ناحیې کې د ځمکې د غصب په اړه بحث او خبرې وکړې  او د یادوو شو ساحو متصرفینو ته معلوماتي استعلامونه جوړ کړل چې راتلونکي ورځ به هغوی ته وویشل شي.

.

په همدې حال کې د خوست ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د یو شخص د ۴۲۰ جریبه ځمکې د لیږدولو اړوند دوسیه بررسي شوه ترڅو له بشپړېدو څخه وروسته مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

یاد هیئت د غاصبینو وسایط چې څه موده مخکې ددغه هیئت لخوا ضبط شوې وه، بېرته په تضمین سره هغوی ته وسپارل.

دغه راز یاد شوي هیئت د صبرۍ ولسوالۍ په خلبساط حجرو ساحه کې پر ۲۸ جریبه شخصي ځمکې د کار د نه مخنیوي په اړه دغې ولسوالۍ ته لیک واستو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS