د جوزجان او تخار ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
Tue, Feb 14 2023 11:41 AM
.

د جوزجان او تخار ولایتونو د ځمکې د غصب  د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هيئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او دغو ولایتونو کې د غصب شوو ځمکو دوسیې او سندونه پکې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو.

د جوزجان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې، د کادستر د مسلکي ټیم راپور د عامه مرعی ځمکو د بررسۍ، مساحت، نقشې او کروکي برخه کې وړاندې شوو. یاد ټیم او د امارت د قضایاو آمریت موظف شوو چې دغې برخه کې سندونه او څېړنې بشپړې کړي.

دغه راز یاده ناسته کې، په عامه مرعی ځمکو کې د ودانیو او کښتونو د بندولو په برخه کې د کمېسیون د مشرتابه د لارښوونې په اړه بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شوو او د لازیاتې همغږۍ په اړه د جوزجان ولایت د والي له مرستیال سره هم دغې برخه کې کتنه وشوه.

یاد هیئت یو مسلکي ټیم توظیف کړ ترڅو د کمېسیون له لارښوونې سره سم، په مرنجان کلي د یو شمېر اشخاص لخوا د امارتي غصب شوو ځمکو په اړه  ددغې ساحې معلومات او اصولي سندونه بشپړ کړي.

دغه راز یاد شوي هیئت ددغه هیئت سکرتریت ته دنده وسپارله ترڅو د کمېسیون له لارښوونې سره سم د هغو مالدارانو عریضې چې ادعا کوي، د هغوی څړځایونه د زورواکو لخوا غصب شوي دي، د قضيې له دواړو لورو څخه سندونه وغواړي او ورپسې یو ټیم د بررسۍ له پاره ساحې ته ولاړ شي او خپل راپور جوړ او هيئت ته وړاندې کړي.

په همدې توګه یاده شوې ناسته کې د خوړو ادارې اړوند د ګدام ساحې ددعوا په اړه د ولایت د مقام لیک بررسي شو. دغې ساحه کې د مخکنۍ ادارې د ښوونې ریاست لخوا یو درې پوړیزه ودانۍ جوړه شوې ده. یاد شوي هیئت د ښوونې رییس او د خوړو ادارې مدیر غونډې ته وغوښتل او مشخصه شوه چې د یادې ځمکې دوسیه د مخکنۍ ادارې د امارت د قضایاو لخوا له پړاونو څخه تېره شوې او مرکز ته استول شوې ده. یاده قضیه عدليې ریاست ته ارجاع شوه ترڅو هغې ته رسیده ګي وشي.

دغه هیئت د سه شنبه کلي د ترکستان په نوم ښارګوټي او منګوټي کلي د امارتي غصب شوو ځمکو په اړه د سکرتریت راپور او ټول شوي سندونه بررسي کړل. د یادو قضیو په اړه څېړنې دوام لري؛ پردغه اساس یو مسلکي او فني ټیم موظف شو ترڅو د مرکزي کمېسیون له لارښوونې سره سم یادې شوې ساحې په بشپړ دقت سره بررسي کړي.

دغې ناسته کې، د افغان ګاز د تصدۍ ریاست د غصب شوو ځمکو په اړه د سکرتریت راپور بررسي شو. د کادستر مسلکي ټیم ته دنده وسپارل شوه چې ټولې څېړنې او اصولي سندونه بشپړ کړي.

.

په همدې حال کې، د تخار ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د سندونو او دوسیو د بررسۍ، د شکایاتونو اوریدل او راتلونکي ورځ له پاره ساحوي پلانو جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS