د ارزګان او زابل ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

د ارزګان او زابل ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هيئتونو د رییسانو او غړو په ګډون سره جوړې شوې او یادو هیئتونو په دغو ولایتونو کې له ځینو برخو څخه لیدنه وکړه.
د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د ترینکوت د سینانو ځمکې په اړه بحث وشو او ددغې سیمې خلک وغوښتل شوو ترڅو خپل وکیل وټاکي او هیئت ته يې وروپيژني کړي.
دغه راز یاد هیئت د انحصاراتو ادارې تر دعوا لاندې له یو دوکان څخه نظارت وکړ او په اړه يې پریکړه صادر کړه.

پر دې سربېره د زابل ولایت تخنیکي هیئت په ناسته کې د قلات ښار د هزاري کلي په ۹۸ جریبه ځمکه کې د ۵۴۸ کورونو دوسیه وروستۍ شوه او ټاکل شوې کمېسیون ته واستول شي.
دغه راز یاد هیئت، د قلات په مرکز کې د یو شخص او امنیه قوماندانۍ ترمنځ د شخړې لاندې له ساحې څخه لیدنه وکړه او ښاري نقشه يې پرې عملي کړه.