د حقوقي مرستو د ریاست د اوونیزې ناستې جوړیدل

hayat_admin
Sat, Dec 31 2022 2:12 PM
.

د عدليې وزارت د حقوقي مرستو ریاست اوونیزه ناسته د حقوقي مرستو رییس مولوي رحمت الله حقاني په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته د ستونزو او ننګونو د هوارولو او د کاري چارو د ښه والي له پاره هغو ته د حل لار لټولو او ددغه ریاست د او محکمو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په منظور، د یاد ریاست په تالار کې جوړه شوه.

دغې ناسته کې، د حقوقي مرستو رییس ددغه ریاست او د هېواد محکمو ترمنځ د موجودو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې، او ويې ویل چې ددغې موضوع په اړه د سترې محکمې له مسوولینو سره د هغمږۍ ناسته کې هم بحث وشو او د سترې محکمې د دارالانشا رییس له مساعدینو سره د محکمو عدم همغږۍ او د چلند عادي نه کیدل د محکمو د اجراآتو اصولنامې سره د حقوقي مرستو د مقررې مخالفت وباله او ویې ویل چې دغه موضوع باید مشرانو ته په مراجعې سره حل شي.

.

دغه راز د حقوقي مرستو رییس د ښځینه طبقې حقوقي مساعدینو له پاره د اړتیا په تړاو خبرې وکړې، ویې ویل چې  د ښځینه حقوقي مساعدینو عدم حضور، توقیف خانو او محابسو او محاکماتي بهیر کې د ښځینه مظنونیو او تورونو په نسبت زیاتې ننګونې رامنځ ته کړي دي.

دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د حقوقي مرستو رییس موضوع د وزارت له مقام سره شریکه کړي او د وزارت د مقام له لارښوونې څخه وروسته په دغې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.

دغه راز یاده ناسته کې مدني او سوداګریزو قضیو کې د حقوقي مساعدینو د توظیف په اړه بحث وشو او دغه راز قضیو کې د حقوقي مساعدینو د توظیف د ستونزو په اړه د نظر تبادله وشوه.

دغې ناسته کې وویل شو چې د حقوقي مرستو د چارو د تنظیم له مقررې سره سم، حقوقي مساعدین د سوداګرۍ، املاکي او د دیونو قضیو پر مخ وړلو صلاحیت نه لري او که چېرې حقوقي مساعدین یادو قضیو کې توظیف شي، د حقوقي مرستو د چارو د تنظیم مقرره باید تعدیل او یا هم په هغې کې ایزاد رامنځ ته شي.

دغه راز یاده ناسته کې په محابسو او توقیف خانو کې د یاد ریاست د عامه حقوقي پوهاوي ورکوونې برخه کې د ستونزو او ننګونو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او پریکړه وشوه چې ستونزې او ننګونې یادداشت او د ریاست له مقام سره شریک کړل شي ترڅو د هغو د حل برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS